د کابل د حملې زیات قربانیان ملکیان دي

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وايي، په کابل کې پرونۍ خونړۍ حملې د ملکي خلکو د مصئونیت لپاره د طالبانو د تعهد تشوالی ثابت کړ.

د بشري حقونود څارنې دا سازمان وايي چې د دې حملې زیات قربانیان ملکي خلک وو او حتی ماشومان په کې زخمیان شوي او وژل شوي دي.

هیومن رایټس واچ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جګړې د نړیوالو قوانینو پر اساس، د خلکو په منځ کې له داسې وسلو یا چاودیدونکو موادو کار اخیستل جنګي جنایت ګڼل کېږي چې د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ تفکیک نه شي کولاي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په افغانستان کې په نښتو کې د ملکي تلفاتو شمېر زیات شوی دی.

د هیومن رایټس واچ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملکي افغانان د طالبانو د جګړې تر بار لاندې دي.