افغان حکومت وايي د کابل حمله له هېواده بهر پلان شوې وه

د افغانستان حکومت وايي، ابتدايي شواهد څرګندوي چې په کابل کې پرونۍ حمله له بهره پلان شوې وه.

د حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې پر دې اساس، پاکستان ته د عبدالله عبدالله سفر هم وځنډول شو.

ښاغلي فیصل څرګنده کړه چې سبا پنجشنبې به د حملې په اړه د څېړنو پایلې اعلان شي:

"موږ شواهد ترلاسه کړي دي، په دې شواهدو کې اولنی شی دا دی چې حمله د افغانستان په داخل کې نه وه پلان او طرحه شوې، اما په ټوله کې، دا چې کوم هېواد مستقیم لاس لري، کوم هېواد، ډلې یا اشخاص غیر مستقیم لاس لري، دا به تر بشپړو پلټنو وروسته څرګندېږي، اما د اوسنیو شواهدو پر اساس، دا تصمیم نیول شوی چې پاکستان ته راتلونکی سفر وځنډول شي."

ټاکل شوې وه چې عبدالله عبدالله د مې د میاشتې په دویمه او درېیمه د پاکستان د صدراعظم په بلنه، اسلام ته اباد ته رسمي سفر وکړي.

جاوید فیصل وویل چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو ځالې په پاکستان کې دي خو د خپلو څېړنو تر بشپړېدو نه شي کولای چې کوم هېواد یا ډله په دې حمله کې په لاس درلودو تورنه کړي.

په کابل کې د پرونۍ حملې مسئولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.