سپينې ماڼۍ د کابل پرونۍ حمله وغندله

سپینې ماڼۍ په کابل کې پرونۍ حمله په شدت وغندله.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا خونړۍ پېښه د افغانانو په وړاندې د طالبانو او نورو افراطي ډلو زور او ظلم څرګندوي.

ملګرو ملتونو، ناټو او د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړیوالو سازمانو هم دا پېښه غندلې ده.

د ملګروملتو عمومي منشي بان کي مون پر نړیوالو غږ کړی چې د تروریزم پر ضد جدي مبارزه وکړي.