"طالبان د غربیانو په ملاتړ افغانستان کې جګړه کوي"

د بلخ سرپرست والي وايي وسله وال طالبان هڅه کوي چې افغان حکومت وغولوي، او هیڅ کله هم چمتونه دي چې سولې ته غاړه کېږدي.

عطا محمد نور نن په مزارشریف ښار کې له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په غونډه کې وویل وسله وال مخالفین د غربیانو په ملاتړ په افغانستان کې جګړه پرمخ وړي.

ښاغلي نور زیاته کړه هغه هېوادونه چې په افغانستان حضور لري‎، ځانګړې ګټې تعقیبوي او افغان حکومت مکلف دی چې له وسله والو مخالفانو سره جدي مبارزه وکړي.

هغه زیاته کړه وسله والو طالبان د ژمي په موسم چې د خپل پوځ تجهیز لپاره د سولې وړاندیز کوي او په پسرلي کې د جګړې اعلان.