امنیتي ځواکونو کندز کې قعله زال بېرته له طالبانو نېولې

د کندزامنیتي چارواکي وايي چې د قلعه زال والسوالۍ یې له وسله والو طالبانو بېرته نیولې ده.

د کندز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو دغه ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره نیولې وه خو نن سهار افغان امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې بېرته یې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې په دغه جګړه کې۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ټپيان دي چې په وژل شویو کې د ملا خیر محمد په نوم د دوی قوماندان هم شامل دی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څو ورځو را په دې خوا د کندز ښار اړوند ځینو سیمو او ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکول کېږي.