"د کابل نننۍ انتحاري حمله کې ۲۰۸ تنه ټپیان شوي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په نننۍ انتحاري او ډله ییزه حمله کې ۲۰۸ ټپیان د کابل امبولانسونو په وسیله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو رئیس محمد اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل چې د وژل شوو کسانو په اړه معلومات نه لري، خو ځینې راپورونه وایي چې په دې حمله کې څه باندې شل کسان وژل شوي دي.

د حملې هدف چې نن سهار نهه بجې په یوې موټر بم حملې سره پیل شوه د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته ویلي چې حمله مرګ ژوبله لري، خو د دقیق شمیر په اړه یې ورسره معلومات نشته.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه حمله غندلې او ویلې یې دي چې د مخالفینو د کمزورۍ په معنی ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې له موټر بم حملې وروسته یوشمیر وسله وال یوې ودانۍ ته ختلي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغې حملې مسئولیت اخیستی او ادعا یې کړه چې څو ملګري یې چې په انتحاري واسکټونو سمبال دي، مقاومت کوي.

د ۲۰۱۶ کال له پيل راهیسې دا پنځه حمله ده چې په کابل کې کیږي، خو په خپل نوعیت کې د دغو حملو په پرتله پياوړې ده.

له دې مخکې د مارچ په نهه ویشتمې د یولسمې حوزې اړوند یوه انتحاري حمله وشوه چې دوه کسان په کې ووژل شول او له لسو زیات ټپيان شول.