د ولسي جرګې اداري پلاوی له ولسمشر سره د سولې طرحه شریکوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسې جرګې اداري پلاوی نن ماښام د سولې د خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره یوه طرحه ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړي.

د جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر د یادې طرحې په اړه زیات جزیات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د سولې په اړه د جوړو شوو غونډو او روانو ناامنیو په اړه ډېرې پوښتنې لري چې له ولسمشر سره به یې شریکې کړي.

د سولې د خبرو اترو په اړه دا طرحه جمهوري ریاست ته په داسې حال کې وړاندې کېږي چې په دې برخه کې د حکومت له ډېرو هڅو سره سره بیا هم وسله وال طالبان د سولې مخامخ خبرو ته نه دي چمتو شوي.