تخار، بغلان او سمنګان کې سېلابونو ۳۰ تنه مړه کړي

د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د وروستيو سېلابونو له امله ۳۰ کسان مړه شوي دي.

د تخار د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس عبدالرزاق زنده ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په دې ولایت کې د دغو سیلابونو له امله ۱۲ تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړي وویل دغه سیلابونه چې د تالقان ښار او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي سلګونه کورنه یې ویجاړ کړي دي.

همدارنګه د بغلان د طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس محمد نصیر کوهزاد وویل چې د تېرې شپې د راوتلو سیلابونو له امله دولس کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د سمنګان چارواکي وایي چې د ورستیو سیلابونو له امله د ښځو او ماشونو په ګډون ۶ تنه مړه شوي دي.