راشد: افغان ځواکونه توانېدلي د وسله والو وروستۍ حملې شنډې کړي

د افغانستان په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي، په کندوز، بغلان، فارياب، دغه راز د شمال او شمال ختيځ زون په ځينو نورو سيمو کې د وسله والو مخالفانو تحرکات زيات شوي دي.

خو د دې قول اردو مرستيال جنرال رجب علي راشد وايي، افغان ځواکونه توانېدلي، د دولت-ضد وسله والو وروستۍ حملې شنډې کړي او درنه مرګ-ژوبله ور واړوي:

"د عمري په نوم د طالبانو عملیات پیل شوي دي. دوی په تيره په کندز، بغلان او فاریاب کې خپلې حملې سختې کړي دي. له نیکه مرغه د ملي اردو ځواکونو د دوی حملې شنډې کړي او دوی ته یې درانه تلفات اړولي دي."

وسله والو طالبانو اعلان کړى چې له تېرې سې شنبې راهيسې يې په هېواد کې د عمري په نوم پسرلني عمليات پيل کړي دي.

افغان چارواکو تر دې مخکې ويلي وو چې د دولت ضد وسله والو د ځپلو او د ځينو سيمو د تصفيې لپاره يې د شفق په نوم پوځي عمليات پيل کړي دي.