حکومت باید د کندز وضعیت ته جدي پام وکړي

د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړو او د افغانسان د ځوانانو مدافینو په نوم بنسټ د کندز پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه او له حکومته یې وغوښتل چې ددغه ولایت امنیت ته خاص پام وکړي.

دوی نن په یوه خبري غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړ که د کندز دامنیت لپاره خپلې هڅې زیاتې نه کړي، ممکن یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاس ته پریوځي.

له بل پلوه د افغانستان دفاع وزارت د کندز د سقوط اندېښنې ردوي او ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو د کندز امنیت لپاره بشپړ چمتوالی لري.