له افغان کډوالو سره باید د اصولو له مخې چلند وشي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، که په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو کسانو ستونزې حل نه شي، امکان شته چې بهر ته د تلونکو افغان پناه غوښتونکو شمېر نور هم زیات شي.

دغه څرګندونې د UNHCR یا د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر مرستیال اکوت اوبو نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې په ځانکړې توګه له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي.

د راپورونو له مخې په تېرو څو کلونو کې څه باندې دونیم لکه افغان اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.