روان کال به ځیني ولسوالۍ د نوري فایبر خدمتونو سره وصل شي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي چې په روان کال کې به د هېواد د ټولو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ د نوري فایبر شبکې له خدمتونو سره وصل شي.

د دغه وزارت ویاند یاسین صمیم نن ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال د دغې شبکې حلقوي رینګ په ټولو ولایتونو کې نصب شوی دی.

نوموړی وايي، د دې شبکې له لارې به د افغانستان مرکزي او شمالي ولایتونه له یو بل سره وصل شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د معلوماتو له مخې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به د هېواد د نفوس نیمايي برخه انټرنیټي اسانتیاوې ولري.