له ګوانټانامو زندان نه ۹ یمني زندانیان خوشې شول

د امریکا د دفاع وزارت وايي، له ګوانټانامو زندان څخه ۹ زندانیان خوشې شوي او سعودي عربستان ته سپارل شوي دي.

دا نهه واړه خوشي شوي بندیان د یمن اتباع دي خو په یمن کې د ناکرارۍ له امله دوی د خپل هېواد پر ځای سعودي ته لېږدول شوي دي.

په ازادو شویو بندیانو کې پر هیڅ کوم یوه تور نه دی لګول شوی.

واک ته د ولسمشر باراک اوباما تر رسېدو وروسته دا له ګوانټانامو زندان څخه د خوشې شویو زندانیانو لویه ډله ده.

د دغو ۹ کسانو له ازادېدو وروسته اوس په ګوانټانامو زندان کې ۸۰ کسان بند دي چي ۲۶ يې بې ګناه ثابت شوي او ټاکل شوې ده چې د روان اوړي تر پایه ازاد شي.

په ګوانټانامو زندان کې بند اکثره کسان پرته له محکمو او تورونو د کلونو لپاره ساتل شوي چې دې کار د نړیوالو انتقادونه او غندنه پارولې ده.