عراق کې د اصلاحاتو په اړه ځانګړې غونډه لغوه شوه

د عراق پارلمان پرون د فساد پر ضد مبارزه کې د اصلاحاتو په اړه خپله ځانګړې غونډه لغوه کړه.

دا غونډه د عراق د روانو سیاسي لانجو له امله چې حکومتي ادارې يې فلج کړي دي ،ترسره نه شوه.

تر دې مخکې هم د سیاسي ډلو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه شان دوه پلان شوې غونډې لغوه شوې وې.

خو د عراق د پارلمان رئیس ویلي چې دا غونډه ځکه ونه شوه چې امنیتي ځواکونه ونه توانېدل چې د پارلمان د ودانۍ امنیت ټینګ کړي.

د عراق مخکښ شیعه ملا مقتدر الصدر بیا پارلمان ته درې ورځې وخت ورکړی چې د حکومت نوې کابینه تصویب کړي.

بل لورته ملګرو ملتونو او متحده ایالاتو عراق ته خبرداری ورکړی دی چې سیاسي شخړې به د اسلامي دولت په نامه ډلې پر ضد د بغداد پر مبارزه ناوړه اغېزه وکړي.