د خان ولي عادل مبارزه ورځ تربلې د خلکو پاملرنه جلبوي

په بدو کې د نجونو ورکولو پر ضد په کابل کې درېدلې د تحصن خیمه ورځ تر بلې د خلکو پاملرنه ځان ته جذبوي.

د شنبې په ورځ د بېلابېلو مدني ټولنو استازي له خان ولي عادل سره چې د تېرې اوونۍ راهیسې یې تحصن کړی یو ځای شول او وايي چې دا مبارزه باید پراخه شي.

خان ولي عادل وايي، تر هغې به د تحصن په خیمه کې پاتې شي تر څو یې چې کورنی په بدو کې د انجونو له منلو انکار نه وي کړی.

په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د یوه سړي ښکاره غږ او اعتراض اوس په لسګونو غږونو بدل شوی دی.

په بدو کې د نجونو ورکولو پر ضد د خان ولي عادل له پیل شوي اعتراض څخه د شنبې په ورځ بېلابېلو مدني ټولنو او خوځښتونو ملاتړ اعلان کړ.

د افغان ملي غورځنګ غړی خوشحال روهي وايي، په بدو کې د انجونو ورکولو بد عواقب هر چا لیدلي ځکه نو دا اعتراض ښه ملاتړ خپلولی شي.

په بدو کې د انجونو ورکولو بد عواقب هر چا لیدلي

​هغه زیاته کړه:

"اول قدم په خپله د حکومت بیا د دیني عالمانو او د ټولو مدني ټولنو او خلکو جدي دنده ده چې د دغې انساني مبارزې ټینګ ملاتړ وکړي، پکار وه چې دا مبارزه وختي په منظمه توګه پیل شوي او تعقیب شوي وای، خو اوس موږ ټول د هغې تر شا ولاړ یو او ملاتړ یې کوو چې که دا بد فرهنګ ورک شي."

خان ولي عادل له تېرې اوونۍ راهیسې د کابل په دارلمان سړک د اعتراض خیمه درولې او وايي چې د کورنی او قومي مشرانو په هغې پرېکړې چې په بدو کې به يې کورته انجونه ور ودېږي خفه دی.

هغه وايي چې دوه وروڼه یې وژل شوي خو کورنی یې اوس د قومي مشرانو په منځګړیتوب دې ته زړه ښه کړی چې د مقابل لوري څخه په بدو کې نجونې راولي.

ښاغلی عادل وايي چې په بدو کې د نجونو ورکړه په ټولنه کې د ناخوالو یوه بېلګه ده.

ه بدو کې د نجونو ورکړه په ټولنه کې د ناخوالو یوه بېلګه ده

​نوموړي زیاته کړه:

"جرم، جنایت، وحشت او ظلم نارینه کوي، وروڼه او ترونه یې کوي خو د هغې قیمت جینکی پرې کوي، د هغوی لورګانې په بدو کې ورکول کېږي او د خسرګنی په کورنۍ کې بیا د غلامې په شان ژوند تېروي."

خان ولي عادل ۲۴ کلن پکتیاوال ځوان وايي چې په بدو کې د انجونو ورکول او په خپل سر انتقام اخیستل اوس په فرهنګ بدل شوي خو خلکو ته په کار ده چې له خپله کوره مبارزه پیل کړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په بدو کې د نجونو ورکولو پیښې اوس له پخوا کمې شوي خو لا هم د اندیښنې وړ موضوع ده.

د دې کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار ازادي راډيو ته وویل چې د دا ډول اعتراضونو له لارې باید په دولت فشار راوړل شي.

هغه زیاته کړه:

"دغه ځوان چې کوم اقدام کړی موږ هم ترې ملاتړ کوو، د دولت په کچه باید په دې اړه کره اقدامات وشي او د دې مسلې ټول ابعاد باید وڅیړل شي."

د چارو کارپوهان وايي، د جرم د پاسه نباید جرم وشي بلکې د داسې مسلو حل ته نورې معقولې لارې ولټول شي.

له دې ډلې یې خلیل روفي په دې باور دی چې په بدو کې د انجونو ورکول او د هغوی په وړاندې هر بل تاوتریخوالی د ناپوهۍ او قانون له ناحکمیت سره تړاو لري چې باید پر وړاندې یې ولسي کرکه راوپاریږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ