"حکومت باید د کندز امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي"

د ولسي جرګې اداري پلاوی او د کندز ولایت استازي له امنیتي ارګانونو غواړي چې د دې ولایت امینتي وضعیت ته پام وکړي.

په یاده جرګې کې د کندز ولایت استازې فاطمه عزیز وايي، کندز تقریباً محاصره دی، خو د حکومت لخوا ورسره هیڅ مرسته نه کېږي.

په ولسي جرګه کې یو ځل بیا د کندز ولایت د سقوط په اړه اندېښنې را پارېدلې دي.

په دې جرګه کې د کندز ولایت استازي وايي، اوسمهال کندز ښار د طالبانو لخوا محاصر شوی او له روان وضعیت څخه ښکاري چې په سیمه کې یو ډول لوبه روانه ده.

له روان وضعیت څخه ښکاري چې په سیمه کې یو ډول لوبه روانه ده.

په ولسي جرګه کې د کندز ولایت استازې فاطمي عزیز وویل:

"همدا اوس د کندز ښار تقریباً محاصره دی خو مرسته نه کېږي، دلته یو ډول لوبه روانه ده، زه ستاسې نه هیله کوم چې،هلته پر خویندو او وروڼو ټولې لارې تړل شوی او وضعیت ډېر خراب دی."

وسله والو طالبانو دوه ورځې مخکې د عمري عملیاتو په نامه، د کندز پر ښار او شپږو ولسوالیو بریدونه پیل کړي دي.

امنیتي ځواکونه وايي، طالبانو یو ځل بیا د دې ښارد نیولو هڅه کړې خو افغان امنیتي ځواکونو د هغوی حملې شنډې او له ماتې سره یې مخ کړي دي.

په ولسي جرګه کې د کندز استازي په داسې حال کې د سیمې امنیتي وضعیت اندېښمن کړي چې تېر کال د میزان په میاشت کې وسله والو طالبانو دغه ښار کابو دوې اوونۍ ولکه کړې و.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې د شنبې په ورځ د جرګې مشري پر غاړه وه، له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د کندز امنیتي وضعیت ته دې پام وکړي.

هغه زیاته کړه:

د میزان په میاشت کې وسله والو طالبانو دغه ښار کابو دوې اوونۍ ولکه کړې و.

"د د فاع او کورنیو چارو پر وزارتونو او ملي امنیت پر عمومي ریاست غږ کوو چې د کندز امنیتي وضعیت ته جدي پام وکړي او که نه نو، درې واړه سکتوره به، د ولسي جرګې له سخت غبرګون سره به مخ شي."

په دې اړه د افغانستان د د فاع وزارت وايي، د کندز ښار د بیا سقوط پېښه به هیڅکله هم تکرار نه شي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش ازادي رادیو ته وویل، په کندز ولایت کی د وسله والو مخالفینو خوځښتونه په شا تمبول شوي او د ښار وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

د کندز ښار د بیا سقوط پېښه به هیڅکله هم تکرار نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د د ښمن قوي خوځښتونه پرون وو، موږ دوی شا تګ ته اړ کړي دي؛

د ښمن ته زیات تلفات اوښتې، موږ باورلرو چې د کندز تېره پېښه به بیا تکرار نه شي."

بلخوا د کندز ولایت ځینې اوسیدونکي هم د سیمي پر ناامینو اندېښنه ښيي او وايي چې اوسمهال دا ښار له څلور خواو څخه د وسله والو مخالفینو تر برید لاندې او جنګ په کې روان دي.

د سیمې عام خلک هم له حکومته غواړي چې د کندز د وضعیت ښه کېدو ته دې تدابیر ونیسي.

په ورته وخت کې د کندز ولایت د حوزي روغتون مشر ډاکتر نعیم منګل نن ازادي راډيو ته ویلي چې دوی ته د کندز له جګړې څخه ۶ تنه مړي او ۸۵ ټپيان وروکړل شوي چې ټول یې ملکي وګړي دي.

راپور: خان محمد سیند