افغان حکومت به له م.م غواړي چې د حکمتیار نوم له خپل تورلسته وباسي

په پام کې ده افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغواړي چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له خپل تور لیست څخه وباسي.

د امریکا غږ اشنا راډیو د ولسمشر د مرستیال ویاند دواخان مینه پال له قوله لیکي چې نوموړی وايي، افغان حکومت به همدا راز له امریکا څخه هم غوښتنه وکړي چې د حکمتیار نوم د تروریستانو له تور لیسته لېرې کړي.

د امریکا حکومت په ۲۰۱۳ کال کې د حکمتیار نوم د نړیوالو تروریستانو په فهرست کې شامل کړ.

له دې مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال مشر عبدالخبیر اوچقون ویلي و، د سولې شورا له دې سره موافقه کړې ده چې د حکمتیار او د حزب اسلامي د جګپوړو مشرانو نومونه د ملګروملتونو له تور فهرسته لېرې شي.

اوچقون همدا راز زیاته کړه چې د سولې عالي شورا د حکمتیار له پلاوي سره د سولې د خبرو په بهیر کې په سلو کې پر څه باندې اویا مسایلو موافقه کړې ده.