د کندز د شېرخان بندر عواید په تېریوه میاشت کې ۱۵سلنه لوړ شوي

د کندز د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وایي چې د شېرخان بندر د عوایدو سطح په تېره یوه میاشت کې ۱۵فیصده لوړه شوې ده.

د دغه خونې د صادراتو مدیر مسعود وحدت په شیرخان بندر کې د عوایدو د زیاتوالې

عوامل د کار کوونکو لپاره ښه کاري محیط او سوداګرو ته د اسانتیاو برابرول وبلل.

ښاغلي وحدت له حکومته د شېرخان بندر د امنیت د ټینګولو غوښتنه وکړه.

د کندز د صادراتو مدیر زیاته کړه چې حکومت باید په دغه ولایت کې د تاجکستان د قونسلګرۍ بیرته پرانیستلو ته توجه وکړي ځکه چې د افغان سوداګرو ۹۰ په سلو کې

سوداګریزې چارې د تاجکستان له لارې ترسره کیږي.