پخواني ولسمشر کرزي د جان کري په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ

د افغانستان پخواني جمهور رییس حامدکرزي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وروستیو څرګندونو انتقاد وکړ.

ښاغلي کرزي نن د افغان غمیزې د ماهیت او لرلید په نوم یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د ملي وحدت د حکومت د کار د دوام په اړه د جان کري وینا یو تخلف دی.

پخواني ولسمشر ټینګار وکړ چې هیڅ بهرنی نه شي کولای د افغانانو اراده تمثیل کړي او د افغانستان د اوسني نړیوال متحد په نسبت پخواني شوروي اتحاد تر ډېره د وخت د حکومت ملاتړ کا وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته په وروستي سفر کې ټینګار وکړ چې د ملي وحدت د حکومت د دوو کلونو لپاره نه بلکې د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی دی.