شهیم: ۵کلن جنګي پلان به د وارسا کنفرانس ته وړاندې کړو

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیزقدم شاه شهیم

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لوی درستیز وایي، د افغان پوځ پنځه کلن جنګي پلان به د یوې مشخصې طرحې په توګه د وارسا کنفرانس ته وړاندې کړي.

قدم شاه شهیم د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دغه پلان هدف په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات ټينګښت دی.

د جګړې پنځه کلن پلان د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې چې مشري یې ولسمشر اشرف غني کوله، تصویب شو.

ښاغلي شهیم همدا راز وویل، روان کال ښايي نا امنۍ دوام وکړي خو په وینا یې افغان امنیتي ځواکونه ورته لازم تدابیر لري.

که څه هم دا روښانه نه ده چې د پنځه کلن جنګي پلان جوړیدل به په افغانستان کې سوله او امنیت راولي او که څنګه؟

خو د دفاع وزارت دا یو ګټور او بې ساری پلان بولي.

افغان چارواکي وایي، ټاکل شوې ده دغه جنګي پلان د وارسا په غونډه کې نړيوالو ته وړاندې کړي څو مرستې ترلاسه کړي.

خو د افغان پوځ لوی درستیز د طالبانو د جنګي عملیاتو اعلان یو پروپاګند بولي او وایي چې له دې اړخه جدي اندیښنه نشته.

د وسله وال پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو لپاره دا ډول پلان ته جدي اړتیا شته.

ښاغلي شهیم زیاته کړه:

"موږ پنځه کلن پلان جوړ کړی، کله چې موږ د وارسا په غونډه کې ګډون کوو باید خپلو نړیوالو ملګرو ته یوه مشخصه طرحه او پلان وړاندې کړو. زموږ دغه پلان یوازې او یوازې د افغانستان د امنیت د ټينګښت، بیارغاونې، حکومتدارۍ او مشخصاً د تل پاتې سولې لپاره دی. موږ غواړو په خپل دې پلان سره افغانستان ته پایداره امنیت راولو."

د وارسا کنفرانس به د روان کال په جولای میاشتې کې د پولنډ په مرکز وارسا کې جوړ شي او افغان حکومت به خپل جنګي پلان په کې وړاندې کړي.

د افغان پوځ پنځه کلن جنګي پلان د سې شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت په شورا کې تصویب شو.

په دغه پلان کې د افغانستان دښمنان او امنیتي ګواښونه تعریف شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د دغه پلان له مخې هره هغه ډله چې د حکومت پر وړاندې جنګیږي، هغې ډلې ته دښمن ویل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو هم د سې شنبې په ورځ د عمري په نوم په ټول افغانستان کې پسرلني پوځي عملیات اعلان کړل.

خو د افغان پوځ لوی درستیز د طالبانو د جنګي عملیاتو اعلان یو پروپاګند بولي او وایي چې له دې اړخه جدي اندیښنه نشته.

قدم شاه شهیم همدارنګه وویل، د شفق په نوم د افغان ځواکونو عملیات همدا اوس د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې روان دي چې هدف یې د پایداره امنیت راوستل دي.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل د افغان پوځ جنګي پلان مهم یاد کړ

ښاغلي شهیم خبریالانو ته وویل چې په روان کال کې به په ځینو سیمو کې نا امنۍ وي، خو په وینا یې کومه سیمه به د طالبانو لاس ته و نه لویږي.

هغه وايي:

"ښایې موږ په روان کال کې هم د تېرکال په څېر په ځينو سیمو کې د ځینو ناامنیو شاهدان و اوسو. خو موږ به د سترو سیمو د سقوط شاهدان و نه اوسو ځکه چې موږ د زیان منونکو سیمو لپاره خاص امنیتي تدابیر په پام کې لرو. تاسو انشاالله ډاډه و اوسئ."

ښاغلي شهیم وویل چې اوس مهال د افغانستان امنیت مخ په ښه کېدو دی او زیاته یې کړه چې د تېرکال د ژمي پر مهال وسله والو ډيره هڅه وکړه چې خپلو ستراتیژيکو هدفونو ته چې د زیاتو سیمو نیول، د خپل حضور پراختیا او افغانستان ته د خپلو اډو لیږدول دي، و رسیږي. خو نوموړي وویل چې وسله وال په خپلو دې اهدافو کې پاتې راغلل.

په همدې حال کې د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل د افغان پوځ جنګي پلان مهم یاد کړ او سپارښتنه یې وکړه چې په دغه پلان کې باید محاربوي پرنسیپونه عملي شي.

ده وویل چې که په دغه جنګي پلان کې وضع شوی پروګرام په سمه توګه تطبیق نه شي نو د دا ډول پلان درلودل به هیڅ ګټه و نه کړي.

محمد قسیم سوله مل