حافظي: چاه بهار بندر به افغان سوداګر د پاکستان له انحصاره وباسي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مسوول وایي چې چاه بهار بندر به افغانستان نه یوازې له هند سره بلکې دغه هېواد به له عربي هېوادونو او نورو نړیوالو بازارونو سره ونښلوي.

آذرخش حافظي نن ازادي راډيوته وویل چې چاه بهاربندرد ګوادر بدیل نه دی خو افغان سوداګر به د پاکستان له انحصاره وباسي.

ښاغلي حافظي وایي چې له دغې لارې به د ټزانزیټ بیه کمه شي چې دا هم د سوداګرو اوهم د مستهلک په ګټه دي.

افغان اقتصاد پوهان وایي چې پاکستان تل هڅه کړې چې له خپلو بندرونو څخه پر افغانستان د یو ډول سیاسي فشار په توګه کار واخلي چې د اوس لپاره د چاه بهار بندر تقویه کول به د افغانستان په ګټه وي.