لوګر کې بهر ته د قېمتي کاڼو د قاچاق مخه نیول شوې

د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د سې شنبې پر ورځ د یاد ولایت امنیتي ځواکونو د مرکز اړوند د التمور په سیمه کې بهر ته د ګران بیه قیمتي کاڼو د قاچاق مخه نیولې.

یاد چارواکي وايي چې دیادو قېمتي کاڼو د قاچاق په تور دوه تنه هم نیول شوي.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وايي، نیول شويو کسانو ګران بیه کاڼي چې پنځه سوه کیلو ګرامه وزن لري، د یاد ولایت له کانونو کې څخه په غیر قانوني توګه ایستل شوي وو او لېږدونکو يې غوښتل چې له دې لارې يې پاکستان او وروسته نورې نړۍ ته ولېږدوي.

لوګر چې د قیمي کاڼو یو شمېر کانونه لري، ځني ځايي خلک په کې غیر قانوني کېدنې کوي او توکي يې بهر ته لېږدوي.

سلیم صالح وايي چې په دې وروستیو کې امنیتي ځواکونه توانېدلي تر څو د لوګر له لارې نورو ولایتونو ته د وسله والو د وسلو د انتقال او همدارنګه په یاد ولایت کې د قیمتي کاڼو د کېندنو او قاچاق مخه ونیسي.