افغان حکومت پسرلنی جنګي پلان تصویب کړ

د افغانستان حکومت پسرلنی جنګي پلان او د افغان ځواکونو پنځه کلن جنګي پلان تصویب کړ.

دا پلانونه تېره ورځ د امنیت شورا په غونډه کې چې مشري یې ولسمشر اشرف غني کوله تصویب شول.

د ولسمشر یوه مرستیال ویاند، دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې له پنځه کلن پلان سره به په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شي:

"دا د افغانستان د جګړې لپاره لومړی پنځه کلن پلان دی چې د لومړي ځل لپاره تصویب شوی دی، د دې پلان له مخې موږ په افغانستان کې ګواښونه تعریف کړي دي، له هغوی سره د مبارزې لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی."

په دې پنځه کلن جنګي پلان کې، هره هغه ډله چې د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي، هغه دښمن بلل شوې ده.

دا پلان په داسې وخت کې تصویب شوی دی چې وسله والو پر جګړې او شخړو ټینګار کړی دی.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې د سې شنبې په ورځ د "عمري" په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړ.