د منصور په مشرۍ د طالبانو ډله د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي

په کابل او بغداد کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیل زاد په دې باور دی چې د طالبانو د ملا اختر محمد منصور ډله د سولې خبرو ته نه چمتو کېږي.

زلمي خلیل زاد ازادي راډیو ته وویل چې تر هغو د سولې خبرې ګټه نه کوي چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس نه وي اخیستی:

"تر هغو چې د پاکستان پوځ او ای ایس ای دې نتیجې ته و نه رسېږي چې له طالبانو او حقاني ډلې څخه استفاده د پاکستان په ګټه نه ده، فکر کوم چې طالبان په ځانګړي ډول د منصور ډله به چې له پاکستان سره نږدې تماس لري سولې ته چمتو نه شي."

په کابل کې د امریکا سفارت هم د خپل هېواد خلکو ته خبرداری ورکړی چې د دوی د معلوماتو له مخي ښایي وسله وال د کابل پر مهمو هوټلونو بریدونه وکړي.

د امریکا سفارت څو ساعته مخکې تر دې دا خبرداری ورکړ چې تېره ورځ د ملا اختر محمد منصور ډلې وویل چې د "عمري" په نوم عملیات یې پیل کړي دي.