هند کې د چابهار بندر په اړه تخنیکي غونډه روانه ده

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین وایي چې د چابهار بندر په اړه په نوي ډیلي کې د افغانستان، هند او ایران د تخنیکي ټیم ترمنځ غونډه روانه ده.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغې غونډه کې د چابهار بندر د ګټې اخیستنې په تخنیکي چارو خبرې کېږي.

هند تېرکال د مې په میاشت کې له ایران سره د چابهار د بندر تړون لاسلیک کړ خو پر دغه سمندري بندر تر اوسه جدي کار نه دی پیل شوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي د چابهار بندر له لارې له هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګري مهمه بولي.