جان کري یوځل بیا د افغانستان له حکومت نه ملاتړ څرګند کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوځل بیا د افغانستان د ملي یووالي د حکومت له مشرانو خپل ملاتړ څرګند کړ.

کري چې د G-7 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره جاپان ته تللی، په هیروشیما ښار کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"د افغانستان په اړه، له هغه ځایه چې نوی هیروشیما ته راغلی یم، موږ د نړیوالې ټولنې له خوا په وارسا کې د ناټو او وروسته د بلې بروکسل د سرمشریزې په اړه خبرې وکړې چې هغه څومره مهمې دې، په دغو سرمشریزو کې به موږ د افغان ولسمشراشرف غني او د اجراییه رئیس عبدالله عبدالله او هم د ملي یووالي د حکومت د هغو هڅو ملاتړوکړو چې غواړي هيواد باثباته کړي او افغانانو ته سوله امنیت چې دوی یې ډېر هیله من دي، راولي."

جان کري چې د تېرې شنبې په ورځ یې افغانستان ته ناڅاپې سفر وکړ، له افغان ولسمشر سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې د ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو لپاره جوړ شوی او مشران یې باید روان کال له دوو نړیوالو کنفرانسونو مخکې وښیي چې د نړیوالو مرستې مدیریت کولای شي.