هلمند کې دوو بېلو ترافیکي پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي

په هلمند کې په دوهمه ترافیکي پېښه کې د ملي اردو د یوه سرتېري په ګډون پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په هلمند کي د لښکرګاه او کندهار تر منځ د لویې لارې د کنډک مسئول سمونوال عبدالستار نورزی وايي، د ملي اردو یو موټر د ملکي کسانو د یوه سراچه موټر سره ټکر کړی چې د ملي اردو یو سرتېری مړ شوی او څلور نور ټپیان دي.

په دې پېښه کي په سراچه موټر کې سپاره څلور ملکي وګړي مړه شوي دي اویو بل ټپي دی.

تر دې وړاندې نن سهار هم په هلمند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اته تنه مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.