په سل مرض اخته مېرمنې باید څه وکړي؟

د دې اوونې په خپرونه کې په دې خبرې کوو چې ولې په افغانستان کې مېرمنې ډېرې په توبرکلوز یا سل مرض اخته کېږي؟ علت او اسباب یې څه دي، که په یوه کور کې مور په سل مرض اخته وي، څه باید وکړي چې د کورنۍ نورو غړو ته دا مرض انتقال نه شي؟ په دې برخه کې به د ډاکټر صحي مشورې هم واورئ.

په افغانستان کې د نري رنځ یا سل واقعات د نارینه وو په پرتله په ښځو کې زیات لیدل کېږي، وروستۍ سروی ګانې ښېي چې د تېر کال په جریان کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۷زره کسان په توبرکلوز ناروغۍ اخته شوي چې تر ۶۰ فیصده زیاتې یې مېرمنې دي.

ډاکتران وایي، معمولاً په واړه عمر کې واده، پرله پسې زېږونونه، د خوړو کمښت، د غالۍ اوبدلو پر مهال د وړیو له ګردونو ځان نه ساتل او د نري رنځ یاسل ناروغۍ د خطرونو په اړه د خلکو د ناخبرۍ له امله مېرمنې په دې مرض ډېرې اخته کېږي.

د هرات ولایت یوه اوسیدونکې چې رواني حالت یې څه ناڅه خراب و او فکري تمرکز یې ګډوډ و څو کاله کېږي په توبرکولوز ناروغۍ اخته شوې ده او اوس د ساري ناروغیو په روغتون کې بستر ده نوموړې وایي، په اول کې یې دومره وضعیت خراب و چې وینه یې ګرځوله خو اوس څه ناڅه ښه شوې ده.

د ختیځو سیمو د ډاکترانو د ټولنې غړې ثریا یوسفزۍ وایي، ځینې عوامل د دې باعث کېږي چې ښځې نظر نارینه وو ته ډېرې په توبرکلوز یا سل اخته شي چې له هغې جملې نه یو هم په واړه عمر کې د نجونو ودول دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب عمومي رئیس ډاکتر نجیب الله ساپی وایي په افغانستان کې د نارینه وو په پرتله ښځې زیاتې په توبرکلوز اخته کېږي، نوموړی وایي دوی د توبرکلوز ناروغۍ د تداوي لپاره یو زرو شپږ سوه صحي مراکز لري چې په وړیا ډول د ناروغانو تداوي کوي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ