د حکومت د توافقنامې نه د ځینو سیاستوالو درک د تعجب وړ دی

د افغانستان اجراییه رئیس وايي چې د ملي وحدت حکومت له توافقنامې څخه د یو شمېر افغان سیاسستوالو درک د تعجب وړ دی.

عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو شورا د غونډې په پیل کې خبرې کولې وویل ځینې افغان سیاستوال د جان کري له څرګندونو وروسته تازه یوه واقعیت ته متوجې شوي دي.

خو دا چې له دغو خبرو څخه د ښاغلي عبدالله هدف څه و، په دې اړه یې وضاحت ورنه کړ.

کابل ته د جان کري له سفره وروسته د سیاسي کړیو ترمنځ داسې ګونګوسې راپورته شوې چې جان کري د ملي وحدت حکومت عمر اوږد کړ.

تېره ورځ د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم د ملي وحدت حکومت د موافقې په اړه د جان کري څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه وبلله.