کري: طالبان دې له افغان حکومت سره د سولې خبرې بیا پیل کړي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره د سولې مستقیمي خبرې بیا پیل کړي.

جان کري پرون په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د سولې قانوني پروسه په افغانستان کې تاوتریخوالي ته د پای ټکی ایښودلی شي.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"موږ نن بیا پر طالبانو غږ کوو چې د سولې پروسې، د سولې قانوني او ریښتیني پروسې ته داخل شي چې ټولو افغانانو ته یوشان حقوق او ساتنه ورکوي.دا پروسه هغه تاوتریخوالی ته د پای ټکی ږدي چې د دې هېواد خلک ورسره له کلونو راهیسې مخ دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، ولسمشر باراک اوباما به د امریکايي قومندانانو د ارزونو له مخې په افغانستان کې له ۲۰۱۶ کال اخوا د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمېر په اړه پریکړه وکړي.