جان کري وايي له افغانستان سره اوږدمهاله مرستې کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، له افغانستان سره به اوږدمهاله مرسته کوي څو دغه هېواد بیا د ترهګرو په پټن ځای بدل نه شي.

جان کري دغه څرګندونې نن د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزونې د ګډ کمېسیون د دریمې ناستې په پيل کې وکړې.

کري وویل چې په دغې غونډه کې به د ستراتیژیک سند په چوکاټ کې په اړوندو امنیتي، دفاعي، اقتصادي او ټولنیزو مسائلو خبرې وکړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزونې ګډ کمېسیون له دې وړاندې په کابل او واشنګټن کې دوه غونډې کړي دي.

له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو سند د ۲۰۱۲ کال د مې په دویمه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ترمنځ لاسلیک شو.