"د لاجوردو رېل پټلۍ به سوداګریزي اسانتیاوي رامنځته کړي"

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وایي چې د لاجوردو د رېل پټلۍ په جوړېدو سره به افغانستان د سیمي له ترانزیټي لار سره وتړل شي.

ددغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ازادي راډيو ته وویل چې د لاجوردو د ریل پټلۍ به د چین او افغانستان ترمنځ د صادراتو او وارداتو بیه پنځه فیصده را ټيټه کړي:

"د دغې لارې په پرانستلو سره به مطمناً د افغانستان د سوداګرۍ او صادراتوپه وضعیت کې ښه والی راشي او د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټي اموالو بیه کې پنځه فیصده کمه شي."

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې په لنډ وخت کې به له ترکمنستان څخه درې کیلو متره د ریل پټلۍ د افغانستان د فاریاب د اقینې بندر سره وصل وکړي.

دریل دغه پټلۍ به د اروپا او چین بازارونو ته د افغاني اموالو انتقال اسانه کړي.