"کري به نن له افغان چارواکو سره وګوري"

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به نن له افغان چارواکو سره وګوري.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی کري به د نورو مسائلو ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د لاسلیک شوو سندونو د عملي کېدو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي:

"نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري کابل ته راځي، ښاغلي کري به د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او سیمې د مسایلو په اړه خبرې وکړي."

ټاکل شوې چې ښاغلی کري له غرمې وروسته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې هم برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته راځي چې د ده په منځګړیتوب جوړ شوی د ملي وحدت حکومت په امنیتي او اقتصادي برخه کې له یو شمېر ستونزو سره مخ دی او خپل منځي اختلافات هم لري.