"پاکستاني عالمان دې طالبان د جګړې پر ځای سولې ته وهڅوي"

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

افغان حکومت له پاکستاني دیني عالمانو غواړي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام د فتواګانو پر ځای د سولې د راوستلو لپاره هڅې وکړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو خلک د ترهګرۍ ښکار دي، نو پکار ده چې پاکستاني عالمان د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.

افغان حکومت د پاکستان له دیني عالمانو غواړي چې په افغانستان کې د جګړې اور ته له پوکي کولو ډډه وکړي.

حکومتي چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان خلک د ترهګریزو فعالیتونو ښکار دي نو پکار ده چې د ترهګرو ډلو د ملاتړ پر ځای یې په وړاندې مبارزه وشي.

د افغان ولسمشر د ویاند یو مرستیال دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستاني عالمانو وغوښتل چې د طالبانو د ترهګرو فعالیتونو پر ځای هغوی سولې او پخلاینې ته وهڅوي.

نوموړي زیاته کړه:

د افغان ولسمشر د ویاند یو مرستیال دواخان مینه پال

"د افغانستان نظام یو مشروع نظام دی د دې تر شاه ټول علما او ټول ملت ولاړ دی، زموږ غوښتنه له پاکستاني عالمانو دا ده چې دوی دې د یو مسلمان په ډول د سولې لپاره غږ پورته کړي، ترهګري او تروریزم یواځې له افغانانو قرباني نه اخلي دوی یې هم قرباني دي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اسلام سامي په نوم د دیني عالمانو د یو ګوند مشر مولانا یوسف شاه د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي چې دوی د افغان طالبانو ملاتړي دي او په دې کار ویاړي.

د یوې پاکستاني ورځپاڼې په حواله یوسف شاه په دغه غونډه کې ویلي چې ډېر ژر به ټول مذهبي ځواکونه سره یو ځای او د اسلام د خوندیتوب لپاره به له لویدیځو قوتونو سره مبارزه وکړي.

تر دې دمخه د پاکستان د صدارعظم سلاکار سرتاج عزیز هم په امریکا کې یوې غونډې ته ویلي و چې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو تر څلورم پړاو ورسته د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ په اسلام اباد کې د افغان حکومت د استازو سره د طالبانو د مشرانو د مخامخ خبرو د جوړولو ژمنه کړې وه، خو اوس چې له یادې مودې شا او خوا یوه میاشت تېرېږي لا هم کیسه زړه په زړه ده.

په ورته وخت کې د چارو سیاسي کارپوه او په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات احمد سعیدي د سولې لپاره له نوموړي هېواده تمه بې ځایه ګڼي.

هغه زیاته کړه:

د سیاسي چارو کارپوه احمد سیدي

"افغان حکومت باید جدي غبرګون وښيي او د پاکستان له حکومت وغواړي چې ولې او تر کله به دې بشري ضد حرکتونو ته دوام ورکوي، موږ باید په خپل ځان باور ولرو او په خپل ځان اتکا وکړو نه په پاکستان."

ښاغلی سعیدي له حکومت غواړي چې نور نو د پاکستان په ژمنو باور ونه کړي او په خپله دې د سولې او امن د راوستلو لپاره هڅې وکړي.

افغان حکومت په داسې حال کې چې وايي له وسله والو مخالفینو سره د جګړې ډګر به تود ساتي له سولې هم نه دی ناهیلی شوی او ویلي یې دي د هر هغه چا او هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په دغه هېواد کې یوه دایمي سوله او امن راوړي.

راپور: اجمل تورمان