عظیمي: د کاسا یک هزار پروژې عملي کار د مې په ۲۴ پلېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د کاسا زر پروژې عملي کار به د مې په میاشت کې پيل شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمي د جمعې په ورځ ازادي راډيوته وویل چې، د کاسا زر پروژې تدارکاتي چاري پای ته رسېدلي دي.

ښاغلی عظیمي وایي چې ددغې پروژې عملي کار به د مې په ۲۴ نېټه پیل شي.

هغه زیاته کړه:

"د پروژې تدارکاتي چارې پای ته رسېدلي دي او د دغې پروژې ساختماني کار به عملاً د مې میاشتي په ۲۴ نېټه د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې د څلورو هېوادونو د ولسمشرانو او د انرژۍ د برخې د وزیرانو په ګډون افتتاح او پیل شي."

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کاسا زر پروژه د نړیوال بانک د اسلامي پراختیایي بانک او د امریکا د پراختایي پروژو له خوا د یوه میلیارډ ډالرو په لګښت تمویلېږي.

د کاسا زر په نوم د انتقال د لین په ذریعه به زر میګاواټه برېښنا د تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقال شي.

په دغه پروژه کې له درې سوه میګاواټه برېښنا څخه افغانستان ګټه اخیستلای شي او د دغې پروژې تکملېدو سره به د کاري زمینو د زیاتوالې ترڅنګ د ترانزیت عواید هم افغان حکومت ترلاسه کړي.