د افغان میرمنو د همغږۍ شبکې د بې سوادۍ پرضد کمپاین پیل کړ

د افغان میرمنو د همغږۍ شبکې د بې سوادۍ پرضد کمپاین پیل کړ.د دې شبکې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې د پوهنې او ښځو چارو له وزارتونو او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د افغان میرمنو د همغږۍ شبکه وايي، په هېواد کې د ۹۰ فیصده بې سواده ښځو موجودیت اندیښنې را پارولي دي.

د دې شبکې غړي د پوهنې او ښځو چارو له وزارتونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دې هېواد د ښځو د سواد د کچې لوړول په پام کې ونیسي.

د دې شبکې مسوولینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، دا شبکه به ډیر ژر "سواد غوره ډالۍ ده" تر عنوان لاندې د ښځو د بې سوادۍ پرضد کمپاین پیل کړي.

د دې شبکې غړي د پوهنې او ښځو چارو له وزارتونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دې هېواد د ښځو د سواد د کچې لوړول په پام کې ونیسي.

د دې شبکې یوه غړې شهلا امیري وايي، د دې کمپاین له پلي کیدو سره به په هېواد کې د باسواده ښځو کچه دوه برابره لوړه شي.

مېرمن امیري زیاته کړه:

"د ښځو د همغږۍ شبکې په نننۍ ناسته کې خپل موجودیت اعلان او د بي سوادۍ پرضد ملي کمپاین چې هدف یې سواد ته د ښځو لاس رسی دی، پیلوي.په ټولنه کې سواد او له ښځو سره د ملاتړ د اړتیا په پام کې نیولو سره دغه کمپاین له ټولو سره شریکوو."

میرمن امیري وايي، دا کمپاین به تر ډیره ځایه په ځینو لېرې پرتو سیمو کې پلی شي چې ښځې په کې زده کړوته لاس رسی نه لري.

همدارنګه د دې شبکو غړو د پوهنې او ښځو چارو له وزارتونو او نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو د بې سوادۍ پر ضد کمپاین کې ورسره مرستې وکړي.

پخوا تردې افغان چارواکو هم د ښځو د سواد د کچې پر لوړولو ټینګار کړی او ویلي دي چې د ښځو د زده کړو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي.

د پوهنې وزارت استازې چې د افغان میرمنو د همغږي د شبکې په ناسته کې حاضره وه ویې ویل چې د پوهنې وزارت چمتو دی چې د ښځو د سواد د کچې په لوړولو کې له دې شبکې سره مرسته وکړي.

د دې وزارت د حیاتي سواد مرستیالې زهرا جعفري وویل، د پوهنې وزارت په لېرې پرتو سیمو کې د ښځو د سواد د زده کړې لپاره پلانونه ترتیب کړي دي.

اغلې جعفري زیاته کړه:

"یو له هغو طرحو څخه چې موږ يې په پام کې لرو دا ده چې یوې کورنۍ ته د یوه غړي د روزلو طرحه ده، په دې مانا چې د کورنۍ یو غړی کولای شي چې د کورنۍ څو غړي یا ټوله کورنۍ با سواده کړي.همدارنګه "زده کړه له لیرې لارې" په نامه یو بل پروګرام هم لرو چې د سي، ډي، ګانو او فلمونو له لارې غواړو چې په لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړو."

همدارنګه د افغان مېرمنو د همغږۍ د شبکې غړی عبداله احمدي وايي چې حکومت دې د بې سوادۍ د له منځه وړلو لپاره خلکو او په تېره کورنیو ته د عامه پوهولو پروګرامونه پیل کړي څو خلک د سواد پر اهمیت پوه او زده وکړي.

د چارو پوه عبداله واحد یار وايي، سواد د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ تر ټولو مهم لامل دی او خلکو ته پکار ده چې سواد ته ډیر ارزښت ورکړي.

دی وايي، په افغانستان کې د ګڼو ناخوالو لامل، له سواده د خلکو لیرې والی دی.

خان محمد سیند