د نجات شورا: د سولې په اړه دې حکومت له پاکستان سره خبرې وکړي

د افغانستان د خلکو د نجات شورا سوله یوه اړینه پدیده بولي او وايي چې باید د راتلو لپاره یې افغان حکومت له پاکستان سره خبرې وکړي.

د دې شورا رییس محمد الله ناقد نن د یادې شورا د موجودیت د اعلان پر مهال وویل چې افغان حکومت باید د سولې د راتلو لپاره کورني او بهرني اړخونه په پام کې ونیسي او له دواړو نه د سولې د راتلو لپاره کار واخلي.

دا شورا په داسې حال کې د سولې د راتللو لپاره له پاکستان سره خبرې اړینې بولي چې له وسله والو طالبانو سره په پاکستان کې د افغان حکومت مخامخ کېدونکې خبرې له ډېره وخته راهیسې ځنډیدلي او د پیل په اړه یې څه نه دي ویل شوي.