افغان چارواکو په حکومت کې دننه اختلافات رد کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په وروستيو کې تېر کال، د افغانستان د بقا کال بللى دى.

خو اوس پوښتنې ولاړېږي چې د ملي يووالي حکومت څنګه خپله بقا ساتلاى شي؟

وروستي راپورونه وايي، د افغان حکومت محبوبيت هم کم شوى او پوښتنه دا ده چې دا محبوبيت بېرته څنګه زياتولاى شي؟ او د وسله والو طالبانو د تحرکاتو ستونزه څنګه حلولاى شي؟

ولسمشر محمد اشرف غني ته نژدې کسان له دغو بدبينانه نظرياتو سره چې په رسنيو يا هم سياسي بحثونو کې مطرح کېږي، موافق نه دي.

د قدرت د شريکولو د هغې موافقې له مخې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او په تېرو انتخاباتو کې يې د مخکښ سيال عبدالله عبدالله ترمنځ په ٢٠١٤میلادي کال لاسليک شوه، ولسمشر ژمن دى چې په اساسي قانون کې د تعديلاتو راوستلو او د صدارت پوسټ د ايجاد لپاره لويه جرګه راوبولي.

ولسمشر ته نژدې کسان د افغان حکومت د سولې هڅې يادوي او وايي، سيمه ييز قدرتونه يې ملاتړ کوي، د دوى په باور د افغانانو عوايد زيات شوي او د شفافيت د زياتېدو په برخه کې هم ګامونه اخيستل شوي، دوى ټينګار کوي چې د ښځو د پياوړتيا په برخه کې هم ځينې لاسته راوړنې لري.

د قدرت د شريکولو د هغې موافقې له مخې چې د ولسمشر محمد اشرف غني او په تېرو انتخاباتو کې يې د مخکښ سيال عبدالله عبدالله ترمنځ په ٢٠١٤میلادي کال لاسليک شوه، ولسمشر ژمن دى چې په اساسي قانون کې د تعديلاتو راوستلو او د صدارت پوسټ د ايجاد لپاره لويه جرګه راوبولي.

د افغان حکومت د سياسي مشرانو د موافقې له مخې دغه لويه جرګه بايد د روان کال په مني کې راوبلل شي.

د حکومت د سياسي مخالفانو په ډله کې تر ډېره د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ادارې ځينې غړي شامل دي، دوى د روان لمريز کال په مني کې د لويې جرګې جوړېدل د ملي يووالي د حکومت د مشروعيت په وړاندې لويه ازموينه ګڼي او استدلال کوي چې د دې ضرب الاجل له لاسته وتل به د قدرت خلا راولي.

خو د ولسمشر محمد اشرف غني پلويان بيا وايي، حکومت د لويې جرګې د ترسره کولو د بديلونو په هڅه کې دى.

د حکومت له ليدلوري يوې باخبرې سرچينې د ازادۍ راديو ګندهارا ويبسايټ ته وويل:

"يوازېني کسان چې د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه لري، زموږ هغه سياسي مخالفان دي، چې په قدرت کې شامل نه دي. دوى غواړي د دې مسئلې په مطرح کولو سره يو سياسي بحران رامنځته کړي."

دغې سرچينې زياته کړه چې د ملي يووالي په حکومت کې دننه داسې کوم فشار نه ليدل کېږي.

دغې منبع چې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، ګندهارا ويبسايټ ته وويل، د اجرائيه رياست پوسټ، د جمهوري رياست د يوه فرمان له مخې ايجاد شوى او دا حکومت ته توان ورکوي چې د دغه پوسټ ستونزه له بېلابېلو لارو حل کړي.

دغه سرچينه زياتوي: دغه فرمان کېداى شي تمديد يا هم تعديل او بيا صادر شي.

خو د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي ازادي راډيو ته وويل، د حکومت دواړو مشرانو د لويې جرګې پر جوړېدو موافقه کړې او د موافقې مواد بايد عمل شي.

"دا چې لويه جرګه راوبلل شي او په اجرائيه صدارت د اجرائيه رياست د بدلولو پر مسئله بحث وشي، هغه اصل دى چې موږ په موافقه کې منلى او ورته ژمن يو. ټول کوښښ کوو، چې د حکومت دغه تعهد عملي شي."

خو رحيمي وويل، د لويې جرګې ترسره کولو ته اساسي شرط د انتخاباتي نظام اصلاح، دغه راز په مني کې په برياليتوب سره د ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدل دي.

خو ولسمشر غني ته نژدې يوې سرچينې د ازادي راډيو ګندهارا ويبسايټ ته وويل، د انتخاباتي اصلاحاتو په مسئله کې د ولسمشر غني او عبدالله د پلويانو ترمنځ د اختلاف د پايته رسېدو لپاره حکومت پر خپل وخت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو انتخاباتو ترسره کېدو ته ژمن دى.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون پخواني مشر احمد يوسف نورستاني استعفى ورکړه.

دغې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل:

"ولسمشر پر اصلاحاتو باور لري، يوازېنى شرط مو دا دى چې دغه اصلاحات د ټول افغانستان په ګټه وي او يوازې د يو څو کسانو د قدرت د غښتلتيا او امتيازونو د زياتوالي لپاره نه وي."

يوه بل مقام وويل حکومت ښايي تر مني پورې دوام وکړي او حتى ممکن خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي.

ده زياته کړه:

"د حکومت نسکورول اسان کار نه دى. دا چې حکومت به خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړاى شي يو دليل يې دا دى چې اوس ورته ښه ځايناستى نه شته او نه به په نژدې راتلونکې وموندل شي."

دغې سرچينې ويلي، د حکومت دواړه شريکان کولاى شي د حکومت د دوام د تمضين لپاره نور اقدامات هم په پام کې ونيسي.

خو د ولسمشر غني پلويان ټينګار کوي، رسنۍ د بنسټونو په جوړونه کې د حکومت پر تمرکز، د سولې پر پروسه او د ملي يووالي د حکومت پر خونديتوب سترګې پټوي.

يوې سرچينې ګندهارا ويبپاڼې ته وويل:

"د افغانستان په اړه زموږ برداشت له واقعيتونو ډېر بېل دى."

ده ځينو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، دغه پرمختګونه په سم ډول خلکو ته واضح شوي دي.

سرچينې زياته کړې: حتى مثبتو لاسته راوړنو ته هم منفي رنګ ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازينيکولاس هايسم وويل چې افغان حکومت بايد په ٢٠١٦کال کې د ستونزو له پنځو خنډونو تېر شي.

د ولسمشر غني مېرمنې رولا غني هم تېره اوونۍ په واشنګټن کې ورته پيغام ورکړ.

هغې له اشنا ټلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې د حکومت د بقا په باب شک او ترديد رد کړ او د حکومت د هغو مخالفانو تبليغ يې وباله، چې په اوسني حکومت کې قدرت نه دى وررسېدلى.

په همدې حال کې په مارچ مياشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازينيکولاس هايسم (Nicholas Haysom) په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې افغان حکومت بايد په ٢٠١٦میلادِ کال کې د ستونزو له پنځو خنډونو تېر شي.

هايسم د افغانستان اقتصادي وضعيت ته اشاره وکړه چې وده يې کمه خو بېکاري په کې زياته ده، افراطيت يې ياد کړ، چې په زياتېدو دى او د هغه په وينا سياسي فضا هم پر څو برخو سره وېشل شوې ده. نوموړي د دغو ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

په خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم په وروستيو کې ويلي، بېوزلي په افغانستان کې په زياتېدو ده او دې مسئلې پر امنيتي وضعيت هم اغېز کړى دى.

راپور: صالح محمد صالح