شکر "ډایبیټیس" په دوو حالتونو کې انسان ته پیدا کېږي 

د روغتیا نړیوال سازمان هرکال د اپریل په اوومه نېټه د روغتیا نړیواله ورځ لمانځي.

دې سازمان نن پنجشنبې د شکرې د ناروغۍ په اړه د معلوماتو خپرولو ته ځانګړې ده.

شکر [ډایبیټیس] مزمنه ناروغي ده چې په دوو حالتونو کې انسان ته پیدا کېږي.

لومړی، کله چې د یوه انسان پانکراس سم فعالیت نه کوي او انسولین نه شي تولیدولای او دوهم هغه مهال چې د انسان وجود په اغیزمن ډول د انسولینو د جذب توان له لاسه ورکړي.

انسولین هغه هورمون دی چې په وینه کې د شکرې اندازه تنظیموي او انسان ته د

ژوند کولو لپاره د اړتیا وړ انرژي ورکوي.

له دې انرژۍ د انسان د بدن حجرې د خپل فعالیت لپاره کار اخلي.

که انسولین په وینه کې د شکرې اندازه تنظیم او کنټرول نه کړي، په وینه کې د شکرې یا قند اندازه دومره زیاتیږي چې د انسان رګونه او د بدن غړي تخریبولای شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله، لږترلږه ۴۱۵ میلیونه انسانان په ټوله نړۍ کې په

شکرې اخته دي خو په۲۰۴۰میلادي کال کې به یې شمېر۶۴۲میلیون ته لوړ شي.

که انسولین په وینه کې د شکرې اندازه تنظیم او کنټرول نه کړي، په وینه کې د شکرې یا قند اندازه دومره زیاتیږي چې د انسان رګونه او د بدن غړي تخریبولای شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو د شمېرنې او کنټرول ادارې د دې کسانو عمرد۲۰او۷۹کلونو

ترمنځ اټکل کړی دی.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې پر شکرې یا ډایبیټیس د اخته کسانو شمېر د پنځه لکه او یو میلیون ترمنځ دی.

د روغتیا د نړيوال سازمان رپوټ وايي چې څلورکاله وړاندې لږ تر لږه یو نیم میلیون انسانان په دې ناروغۍ مړه شول او په راتلونکې یوه نیمه لسیزه کې به د نړۍ اووم وژونکې مرض وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اپریل په اوومه نړېوالو ته څلورعمده پیغامونه لري.

لومړی: د شکرې ناروغي په دوامدار ډول زیاتیږي او هغه هېوادونه چې د خلکو اقتصاد کمزوری دی، له زیات ګواښ سره مخامخ دي.

دوهم: د شکرې ناروغي مخنیوی کېدای شي. د وزن کمول، ښه خوراک او منظم ورزش انسان له دې مرضه ژغورلای شي.

درېیم: د روغتیا نړيوال سازمان غواړي تر۲۰۳۰ میلادي کاله د شکر په څېر ناروغیو له امله چې وقایه یې امکان لري، د انسانانو د بې وخته مړینې مخنیوی وشي.

څلورم: د شکر ناروغي د درملنې وړ ده. د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره دوا خوړل او ورزش مهم دي.

د روغتیا نړيوال سازمان غواړي چې خلک د شکر ناروغۍ د زیاتیدو پر عواملو خبر شي او نړیوال سازمانونه، مرستندویه ادارې او حکومتونه یې پر ضد په مبارزه کې ګډې هڅې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان به ډير ژر په نړۍ کې د شکرې ناروغۍ په اړه هر اړخیز رپوټ هم برابر او خپور کړي.