پسرلی: منځنۍ اسیا او اروپا ته به د افغاني اموالو صادرات پيل شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د اقینې بندر او د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ په مرسته به ډېر ژر منځنۍ اسیا او اروپایي هېوادونو ته د افغاني اموالو صادرات پيل شي.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسوول صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې د لاجوردو د اوسپنې پټلۍ د اقینې بندر سره نښلول کیږي او دا به د ټرانزیټ په برخه کې افغان سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلی پسرلی وایي چې د لاجوردو ټرانزیټي لار د اګسټ په میاشت کې رسماً ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي.

هغه زیاته کړه:

"د لاجوردو د ریل پټلۍ د اقینې بندره پیل د ترکمنستان، قزاقستان، اذربایجان، بلغاریا، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته ځي دغه ټرانزیټي لار زموږ د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو لپاره ډيره مهمه ده."

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې د دغې خونې یو پلاوی نن اقیني بندرته تللی ترڅو په دغه بندر کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو یو نندارتون جوړ کړي او د صادراتو او وارداتو د چارو د سمون لپاره چمتوالی ونیسي.