داسې څوک به وي چې ګل یې خوښ نه وي؟

په طبیعي لحاظ هر انسان ښکلی او له نورو ځانګړی څيز خوښوي، په ټوله نړۍ کې به داسې ډېر کم انسانان پېدا شي چې هغوی دې ګلونه خوښ نه کړي.

د ګلونو او د هغوی د رنګونو په ټاکنه کې د هر انسان ذوق ځانګړی دی، خو اکثری یې ګل خوښوونکي او له ګله خوند اخیستونکي دي، که په افغاني ټولنه کې یو څوک چا ته دعا کوي نو ورته وايي چې د ګل په څېر تازه اوسې، یا هم ورته وايي چې خدای دې ګل کړه خو عمر دې د ګل مه شه.

ځینې خپل جانان ته د ګل سره تشبه ورکوي او وايي:
مخ دې ګلاب سترګې دې شمعې
نه پرې پوهیږم چې بورا که پتنګ شمه

ځینې ګلان په ښادیو کې په یو بل ویشي، خو ځینې بیا د ګلانو په اړه ځانګړي باورونه او ارزښتونه لري.

د کابل ښار اوسیدونکی فتح الله زهیر راته د ګلونو د رنګونو او ځانګړیو معناو په اړه غږېدلی، دی وايي که څه هم دا فرهنګ په افغانستان کې کمزوری دی، خو په نوره نړۍ کې بیا پیاوړی دی.

د نوموړي په خبره چې په اوس وخت کې افغانستان ته هم د ګلونو د استعمال رواج را انتقال شوی او اکثری یې په ځینو ځانګړېو مراسمو کې ځآنګړي رنګونه کاروي.

په افغاني ټولنه کې یو شمېر ځانګړي ګلان دي چې په اړه یې بد باورونه موجود دي، ځینې په دې باور دی که یو شمېر ځانګړي ګلان په کور کې موجود وي، نو بد شګون لري.

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شېبو کې