دفاع وزارت: پوځي عملیاتو کې ۳۹ داعش وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د داعش د ډلې ۳۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعش ډلې په وړاندې دا عملیات د ننګرهار په نازیانو، کوټ او اچین ولسوالیو کې شوې دي.

دفاع وزارت وایي چې په وژل شوو کسانو کې د دغې ډلې یو قوماندان چې قاری یوسف نومېږي هم شامل دی.

دفاع وزارت همدارنګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر نورو وسله والو مخالفینو د وژلو خبره کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو نهه سرتېري هم وژل شوي دي.