"له تفاهم پرته د افغان کډوالو ستنول د منلو نه دي"

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، له تفاهم پرته له ترکیې څخه د افغان پنا غوښتونکو راستنول ورته د منلو نه دي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې برخه کې هر ډول پرېکړه باید د یوه تفاهم لیک په چوکاټ کې وي.

تر دې وړاندې د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان لاهم د جګړې ډګر او د افغان کډوالو اجباري ستنول د مهاجرت پر نړیوالو قوانینو تېری دی.

د نوې موافقې پر اساس به هغه کډوال چې د مارچ تر ۲ وروسته یونان ته رسېدلي، ترکیې ته استول کېږي او ترکیې هم ویلي چې بېرته به یې افغانستان ته ستنوي.

بل لورته ولسي جرګې نن د افغانستان د بهرنیو چارو او کډوالو وزیران استجواب کړي څو د کډوالو د ستونزو په اړه وضاحت ورکړي.