"له کابله تر پروانه د نجونو د بایسکل چلونې سیالې کېږي"

ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ له کابل څخه تر پروانه د نجونو د بایسکل چلونې سیالۍ تر سره شي.

د بایسکل چلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې به له کابل، پروان او مزار شریف څخه ۱۲ نجونې ګډون وکړي.

د ښاغلي صادقي په خبره د دغه سیالۍ هدف د ښځو په وړاندې د تا و تریخوالي کمول او دغه لوبې ته د نجنو هڅول دي.