د افغان کډوالو اجباري ستنول د مهاجرت پر قوانینو تېری دی

د عفوې نړیوال سازمان وايي، افغانستان لاهم د جګړې ډګر او د افغان کډوالو اجباري ستنول د مهاجرت پر نړیوالو قوانینو تېری دی.

د دې سازمان د افغانستان د چارو څارونکې حوریې مصدق پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه د اروپايي اتحادیې او یونان موافقه د مهاجرت د قوانینو ضد ګڼي.

حوریه مصدق زیاته کړه:

"د عفوې نړیوال سازمان د کډوالو له وضعیته اندېښنه لري، موږ له نړیوالو رهبرانو غوښتنه کړې چې هغو کسانو ته باید پناه ورکړي چې د افغانستان، سوریې او عراق له جګړې تښتي او د باعزته ژوند شرایط ورته برابر کړي."

د نوې موافقې پر اساس به هغه کډوال چې د مارچ تر۲۰ وروسته یونان ته رسېدلي، ترکیې ته استول کېږي.

پرون هم ۲۰۰ تنه چې لږترلږه ۴۲ افغانان په کې وو، ترکیې ته مسترد شول.