پاکستان کې د بارانونو له امله د مړو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د موسومي بارانونو له امله د مړو شمېر وروسته له هغې اوچت شو چې ژغورونکو نور مړي وموندل.

دغو بارانونو چې د اپریل له درېمې پیل شوي، په خیبر پښتونخوا ایالت او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې سیلابونه رابهولي چې ۷۱ تنه یې مړه کړي دي.

د خیبرپښتونخوا له طبعي پېښو سره د مباررزې ادارې وویل چې لس نور مړي وموندل شول چې په دې سره په دې ایالت کې د مړو شمېر ۴۷ ته اوچت شو.

دې ادارې دغه راز وویل چې د موسومي بارانونو له امله له ۱۴۰ زیات کورونه هم وران شوي دي.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۲۴ کسان مړه شوي دي.

د جنوبي اسیا د دوبني بارانونو فصل اکثره وختونه په پاکستان کې د سیلابونو د رواتلو سبب شوی چې ډېره وراني يې کلیوالي سیمو ته اړولې ځکه دغه سیمې له ډېرو بنسټیزو تاسیساتو څخه نه دي برخمنې.