ظاهر: کابل ښار ۱۸ فیصده سمسور شوی دی

د افغانستان د چاپيریال ساتنې ملي اداره وايي چې په تېره څه باندې یوه لسیزه کې کابل ښار ۱۸ فیصده سمسور شوی دی.

د دې ادارې رئیس مصطفی ظاهر نن د اقلیم د بدلون او نیالګي کېنولو عامه پوهاوي په اړه له جوړې شوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د حکومت له هڅو سربېره خلکو هم د ښار په سمستورتیا کې ونډه اخیستې ده:

"که چېرې ۱۳۸۳کال له ۱۳۹۴ سره په پرتله کړو، کابل ښار ۱۸ فیصده سمسور شوی، یعني خلکو په خپل نوښت او ابتکار سره په خپلو کورنو کې نیالګي ایښي چې له سرسبزۍ سره یې مرسته کوي."

سره له دې چې کابل ښار دا مهال د نړۍ یو له ککړو پلازمینو څخه شمېرل کېږی خو افغان حکومت وایي چې د دغه ښار د سمسورتیا لپاره یې یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.