"روان کال تخار کې له زرو زیات باغونه جوړ شوي"

د تخار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي چې روان کال یې له زور څخه زیات باغونه جوړ کړي دي.

د تخار د کرنې او مالدارۍ رئیس محمد سالم ساعي ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې بزګرانو مارکېټ ته لاره موندلې، نو په همدې دلیل په یاد ولایت کې د مثمرو باغونو جوړول هم ترویج شوي دي.

ښاغلي ساعي زیاته کړه چې روان کال بزګرانو یو میلیون مثمر او دوه میلیونه زینتي نیالګي کښېنولي دي.