"کال تېر شو خو د فرخندې قضیه نه ده بشپړه شوې"

یو کال وځي خو لا هم د فرخندې د وژلو دوسیه نه ده بشپړه شوې.دا خبره فارن پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې کړې ده.

فارن پالیسي لیکلي چې د فرخندې په اړه د عدالت نه تحقق د ټولو افغان ښځو په وړاندې چې د تشدد قربانیانې دي، د بې عدالتۍ معنا لري.

فارن پالیسي د فرخندې د وژل کېدو د پېښې د څرنګوالي د توضیح کولو ترڅنګ ویلي، په پیل کې هیله وه چې د فرخندې په قضیه کې ټول شامل کسان به د عدالت منګولو ته سپارل کېږي خو دا هیله هغه وخت مړاوې شوه چې محکمې ډېر تورن وبخښل او له ۴۹ تنو څخه یې یوازې ۱۲ تنه محکوم کړل حال دا چې توقع وه هغه ملا به په اعدام محکومېږي چې خلک یې د فرخندې وژلو ته هڅولي ول.

ګارډین ورځپاڼې د طالبانو له لوري د ایفون ټېلفون له لارې د خپلو تبلیغاتو په خاطر د یوه اپ د جوړېدو او بندېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ په مهال له تلویزیون، عکس او انټرنیټ سره کلک مخالفت کاوه، اوس د خپلو تبلیغاتو لپاره ویډیوګانې جوړوي او د دغو ویډیوګانو د خپرولو لپاره یې په وروستیو کې د سمارټ فون لپاره یو اپ جوړ کړی و خو ګارډین ورځپاڼه وايي چې ممکن طالبانو دا اپ د اسلامي دولت له وسله والې سختدریځې ډلې یا داعش سره د سیالۍ لپاره جوړ کړی وي.

ګارډین په عین حال کې لیکلي دي چې د طالبانو دا اپ وروسته له دې ګوګل ویبپاڼې له خپل پلې لیسته لېري کړ چې په امریکا کې دېره سایټ (اینټل ګروپ) د دغه اپ په اړه راپور ورکړ.

چمتوکوونکی: عصمت څاروان