ژورو څاګانو او بې ځایه مصرف اوبه کمې کړي

اوبه د ژوندیو موجوداتو د ژوند د پایښت لپاره تر ټولو مهم عنصر دی، اوبه د ځمکو د کرلو، د انرژۍ د تولیدولو او داسې نورو لپاره لومړنۍ اړتیا ګڼل کېږي.

که چېرې اوبه نه وي او یا هم له ضرورت نه کمې شي، نو دا ویلی شو چې انساني ژوند پر مخ نشي تللي، تجربو ښودلې چې د اوبو د کمېدلو لاملونه ډېر دي، خو یو علت یې په خپله د خلکو بې پروایی ده چې د اوبو د مصرف په وخت یې کوي، په اکثره ښاري سیمو کې د اوبو د نلونو شیردانونه خلاص وي یا هم دومره اوبه له نل څخه اخلي چې پکار یې نه وي.

د ګرمو سیمو اوسېدونکي چې اوبو ته ډېر ضرورت هم لري اکثره یې په مصرف کې اصراف کوي، د ننګرهار اوسېدونکی ملنګ جان وایي چې داسې وخت هم راغلی چې د څښاک اوبه یې هم ډېرې په سختي پیدا کړي.

یو علت چې د څښاک اوبه یې کمې کړي هغه ژور څاګان دي، د کابل اوسېدونکی اجمل وایي چې ډېری هغه کسان چې ژور څاګان لري اوبه له حد نه ډېرې او بې ځایه مصرفوي.

د اوبو کمښت له یوې خوا او ناپاکۍ یې له بله پلوه خلک له ستونزو سره مخ کړي، د کابل اوسېدونکی امان وایي چې غیر معیاري د بدرفت څاګان دومره ډېری شوي چې د څښاک اوبه یې چټلې کړي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی